الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ - کوټه سنګي سړک د فرعي لیکو قیر چارې روانې دي

29 میزان 1402

10701.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ - کوټه سنګي سړک د فرعي لیکو قیر چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر حامد سادات وویل: دا دوه فرعي سړکونه په ټولیزه توګه (۱۱۲۸۴) متره اوږدوالی او (۱۰.۷) متره سور لري چې، د پلو لارو په ګډون یې د یوې ليکې لومړی پړاو قیر چارې څه موده وړاندې بشپړې شوې دي او اوس مهال یې د دویم پړاو چارې روانې دي چې ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمو ترافیکي ستونزې هوارې شي او له بل لوري به ښاریان ګڼ شمېر ښاري آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي