د کابل ښاروالۍ له لوري د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني پروژې د پنځم سړک په سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې مشرانو او اوسېدونکو یې ملتیا کوله د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. په دې مراسمو کې د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس د دې پروژې په پلي کېدو کې له ښاریانو د همکارۍ غوښتنه او ژمنه وکړه چې،د دې ناحیې په نورو سیمو کې به د ښاري او چاپیریالي ستونزو د حل په موخه نورې پروژې هم پلې شي. نوموړي وویل: ښاریانو ته د ښکلا او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه دا پارک د ۳۱۶ متره په اوږدوالي، د ۱،۷ متره په لوړوالي د احاطوي دېوال او د ۲۸۲۷ متر مربع په اوږدوالي د موازئیک او انټرلاک تېږو څخه په ګته اخیستنې د پلو لارو په ګډون په بنسټیزه توګه جوړیږي. په همدې توګه د ۳ دروازو جوړول، د ۳۷۷ نیالګیو او ۱۳۰ ګلانو کېنول هم د یاد پارک د جوړېدو په چارو کې شامل دي چې، د کابل ښاروالۍ له لوري به د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت په ۳ میاشتو کې جوړ شي. ښاغلي ناصري څرګنده کړه چې، په راتلونکې کې یوه څاه، زرغونې سیمې او نور تأسیسات، د وسایلو او اوږدو څوکیو نصب، د سیوري ځای او د ساتونکي خونه هم جوړ شي. ورته مهال د څلورمې ناحیې رئیس د دې پروژې له پیل خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې، مخکې له دې سیمې یو شمېر فرصت غوښتونو په بېلابېلو پلمو ناسمه ګټه پورته کوله چې، د بېرته راګرځولو وروسته پکې د پارک جوړولو په اړه اقدام وشو. د څلورمې ناحیې رئیس وویل چې، د دې پارک اصلي مالکان خپله ښاریان دي او باید ساتنې ته یې هم جدي پام وکړي، ځکه کابل ښاروالۍ نشي کولای په یوازې توګه د ښاریانو له مرستې پرته زرغونې سیمې پراخه کړي
د تایمني پروژې په پنځم سړک سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې پیل شوې
29 میزان 1402