د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې

29 میزان 1402

10705.jpg (910 × 512)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او ریاست الوزرا محترم مقام په منظورۍ، محمد داود مهاجر د زرغونتیا ریاست د مرستیال په توګه، مولوي شبیر احمد صابري د لومړۍ ناحیې د مرستیال په توګه، نیک محمد نوري د ښاري زیربناوو ریاست د مرستیال په توګه او انجنیر امیدالرحمن رحماني د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست د مرستیال په توګه ټاکل شوي او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له لوري د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول. د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د چارو د غوره ترسره کېدو په برخه کې د مسئولینو د مسئولیت منلو او هیوادنۍ مینې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: بدلون په اداره کې یو اصل دی چې، مسئولین خدمت کولو ته متوجه کوي. نوموړي زیاته کړه، دا ګمارنې په پوره دقت او پر ځای ترسره شوې دي او مسئولینو ته یې په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه. ښاغلي حقاني څرګنده کړه چې، د یادو ریاستونو مسئولیتونه د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ارزښتناکه دي چې، ورسره جوخت به د وضعیت په ښه کېدو کې غوره بدلون راشي