الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په ۲۶م، ۲۷ م او ۲۸ م ګذر کې دفرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

29 میزان 1402

10713.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او دملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې په ۲۶، ۲۷ او ۲۸م ګذرکې دفرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د چارواکو په وینا؛ د دې ناحیې په ٢٦م ګذرکې سړکونه چې په ټولیزه توګه (٧٦٠) متره اوږدوالی لري، د ٢٧م ګذر سړکونه چې، په ټولیزه توګه (١٢٠٠) متره  اوږدوالی او د ٢٨م ګذر سړکونه چې په ټولیزه توګه (٤٠٠) متره اوږدوالی او له ( ٤څخه تر ٥ )مترو پورې سور لري، چې د لښتیو جوړولو چارې به یې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړې او ورسره جوخت به دیادو سیمو د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، د یادې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده