د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د لسمې او څلورمې ناحیې د کارکوونکو کړنې و ارزولې

4 عقرب 1402

10715.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د څلورمې او لسمې ناحیې له اداري دفترونو څخه د لیدنې پرمهال، د یادو ناحیو د کارکوونکو کړنې و ارزولې. نوموړي د ښاري خدمتونو د وضعیت پر ښه کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: د کابل ښاروالۍ کارکوونکي باید د ټولو ښاریانو خدمتګار وي او د دې ادارې له مراجعینو سره دې نیک او د رښتینولۍ له مخې چلند وکړي. کابل ښاروال د دوامداره ښاري نظم، د ښاري خدمتونو د محصول په راټولولو، د غصب شویو ځمکو په بېرته راګرځولو، د تنظیفي او زرغونتیا چوپړتیاوو وړاندې کولو، له ښاري سیمو څخه د سمې ګټې اخیستنې، د پراختیایي پلانونو د برابرولو او د ښاري او چاپیريالي ستونزو د حل په برخه کې مسئولینو ته اړینې لارښونې وکړې، چې پر بنسټ به یې اوسنی وضعیت غوره بدلون ومومي. کابل ښاروال زیاته کړه، څلورمه او لسمه ناحیه له مرکزي ناحیو څخه دي چې، د استوګنیزو ودانیو سربېره سلګونه نورې لوړپوړیزې سوداګریزې ودانۍ هم  پکې شته چې، د یادو ناحیو د کارکوونکو له خوا د ډېرو کارونو ترسره کولو ته اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه، کارکوونکي باید د خپلو دندو د لایحې پر بنسټ، د چارو په سرته رسولو کې له هېڅ راز هڅو څخه ډډه ونکړي او د غفلت په صورت کې به ورسره د مکافاتو او مجازاتو د اصل له مخې چلند وشي