
د پنځلسمې ناحیې د علماوو، ګذر وکیلانو او ځوانانو شوراګانو، د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه، ددې ناحیې د عامو خلکو په ځانګړې توګه د ملي سوداګرو او پانګه والو په همغږۍ، د مرستې کڅوړې چمتو کړي دي چې ډیر ژر به هرات ولایت ته واستول شي. د یادې ناحیې رئیس انجینیر عبیدالله شیرزاد په دې اړه وویل: په دې مرستو کې یوه اندازه جامې،د کور اړوند اړین توکي، دخوړو یوه اندازه مواد او(572000) افغانۍ نغدې پیسې شاملې دي، چې، د هرات ولایت له زلزله ځپلو خلکو سره د خواخوږۍ په موخه، یاد ولایت ته استول کیږي. ښاغل شیرزاد څرګنده کړه چې، د کابل ښار ډیری اوسیدونکي په تېره پانګوال او نور ملي سوداګر هڅه کوي ترڅو د خپلو ملي او ديني مسؤلیتونو په سرته رسولو سره دهرات له زلزله ځپلو خلکو سره مرسته وکړي


