الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له قلعه فتح الله څخه تر سلطان محمود غزنوي سړک پورې د سړک کانکرېټ چارې پیل شوې

4 عقرب 1402

10719.jpg (1820 × 1024)

دبنسټیزو چارو تر بشپړیدو وروسته، د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله له پخواني سړک څخه تر سلطان محمود غزنوي سړک ( هنګرها څلورلارې) پورې د نوي نښلوونکي سړک کانکرېټ چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې، (۶۰۶) متره اوږدوالی او (۱۶) متره سور لري،د کانکرېټ چارې به يې د لښتیو او پلو لارو په ګډون په بنسټیزه توګه د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.  د یاد سړک په اوږدو کې د ځينو ښاریانو له لوري یو شمېر ناقانونه تاسیسات جوړ شوي وو چې، د لسمې ناحیې د مسئولینو له لوري بېرته ویجاړ او پاک شول. د لسمې ناحیې مرستیال قاري عبدالحي شهیدزي وویل: هېڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي چې، په بېلابېلو پلمو د یاد سړک په اوږدو کې پلې لارې غصب کړي. ټاکل شوې ده د دې سړک پلې لارې هم د ډیزاین له مخې ډېر ژر جوړې شي.  د ېاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د قلعه فتح الله، سلیم کاروان، شهید هنګرها، پای کوب او ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته او له بل لوري به، د پایکوب سیمې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی راشي