الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د جبارخان کانال د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

4 عقرب 1402

10723.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې د جبارخان کانال د دویمې برخې د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې،  اوس هم په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د چارواکو په وینا؛ دغه کانال په ټولیزه توګه (۱۳۹۰) متره اوږدوالی لري، چې، (۷۸۰ ) متره یې له تیږو او (۶۱۰) متره یې له کانکریټ څخه جوړیږي.  ياد کانال (۱۱۰) سانتي متره سور او (۱۱۰) سانتي متره  ژوروالی لري چې د ښار د سطحي اوبو د مديريت لپاره په سيمه کې ځانګړی اهميت لري. د يادونې وړ ده چې، د (٢٤٦٢)مترو په اوږدوالي د جبارخان کانال د لومړۍ برخې د جوړولو چارې تېر کال په دیارلسمه ناحيه کې بشپړې شوې وې. د دغه کانال د دویمې برخې د چارو په بشپړېدو سره به، د سیلابونو له امله د زیانمنونکو سیمو د خلکو ستونزې په بشپړه توګه حل شي. د چارو د ښه کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران په منظمه توګه د دې پروژې له پلی کېدو څخه څارنه کوي