د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې یو کیلو متر سړک قیرکولو ته چمتو شوی دی

4 عقرب 1402

10725.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړیدو وروسته، د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې یو کیلو متر سړک قیر کولو ته چمتو شوی دی. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو دتنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: دغه سړک چې په ټولیزه توګه (۲۱۸۶) متره اوږدوالی او(۴۵) متره سور لري، یو کیلو متر برخه به یې ډېر ژر قیر شي. نوموړي زیاته کړه، د دې سړک د پاتې برخې بنسټیز کارونه هم روان دي او هڅه کیږي چې، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې یې د قیرکولو چارې بشپړې شي. د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې دیاد سړک دجوړولو په پروژه کې پلې لارې، لښتي، تم ځایونه، ګلدانونه او د یوه معیاري سړک نور برخې هم په پام کې نیول شوي دي. دا پروژه له خورا اهمیت څخه برخمنه ده چې، په بشپړیدو سره به یې ښاریانو ته ګڼې ترافیکي، ترانسپورټي او ښاري آسانتیاوې رامنځته او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي