د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د غصب شویو سیمو د بېرته راګرځولو په اړه اقدام وشو

4 عقرب 1402

10729.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې د مسئولینو له لوري ددې ناحیې په اړوند سیمو کې د غصب شویو ښاري سیمو د بېرته راګرځولو په اړه اقدام وشو. د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني په دې اړه وویل: یو شمېر ښاریانو د کډوالو په نامه د تایمني پروژې او دریم پروان په سیمو کې دولتي ځمکې او زرغونې سیمې غصب او په هغو کې یې خپلسري ناقانونه تاسیسات جوړ کړي وو چې، د ښاري بې نظمۍ او د هوا د ککړتیا لامل ګرځیدلي وو. نوموړي زیاته کړه چې، دا ښاریان د دریم پروان سیمې له (۵) جریبه غصب شوې ځمکې څخه ولیږدول شول او ناقانونه تاسیسات یې هم ویجاړ شوي دي. پاتې نورو ته وخت ورکړل شو څو هر څه ژر د خپلو ناقانونه تاسیساتو په اړه اقدام وکړي، له دې پرته به ورسره قانوني چلند وشي. هېڅ حکمي او حقیقي شخص ته اجازه نه ورکول کیږي چې، له زرغونو سیمو، پلو لارو او سړکونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي