الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې یو کیلو متر سړک قیرکولو ته چمتو شوی دی

4 عقرب 1402

 10732.jpg (1200 × 675)

د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د رحمن مېنې د (E) برخې یو کیلو متر سړک قیر کولو ته چمتو شوی دی. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو دتنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل: دغه سړک چې په ټولیزه توګه (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او له (۲۰ څخه تر۴۰) مترو پورې سور لري، ډېر ژر به یې یو کیلو متر برخه قیر شي. نوموړي زیاته کړه، د دې سړک د پاتې برخې بنسټیز کارونه هم روان دي او هڅه کیږي چې، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې یې دقیرکولو چارې بشپړې شي. یاد سړک دکارته نو له سړک څخه د هېوادوال تر بلاکونو پورې (۲۰) متره او له هېوادوال بلاکونو څخه تر ستانکزي بلاکونو پورې (۴۰) متره سور لري چې، د ګلدانونو، لښتي، تم ځایونو او نورو برخو په ګډون به جوړ شي. دا پروژه له خورا اهمیت څخه برخمنه ده چې، په جوړېدو سره به یې ښاریانو ته ګڼې ترافیکي، ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوې رامنځته او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه هم برابره شي