الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

4 عقرب 1402

10734.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د یوولسمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک په ټولیزه توګه (۳۶۰) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري چې، د لښتي په ګډون یې چارې تر دې مهاله (۶۵) سلنه مخته تللې دي او د کانکرېټ په بڼه به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل او ګڼ شمېر ترانسپورټي او ښاري آسانتیاوو ته به لاسرسی ومومي