د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کول حشمت خان سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

4 عقرب 1402

10737.jpg (1820 × 1024)

په اتمه ناحیه کې د بالاحصار له سیمې څخه د کابل- لوګر تر سړک پورې د کول حشمت خان سړک د کانکریټ کولو چارې، دبنسټیزو چارو تر بشپړیدو وروسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم ریاست د زیربنایي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: دلښتیو او پلچکونو په ګډون دغه سړک، په ټولیزه توګه (۳۹۰۰) متره اوږدوالی او (۷.۲) متره سورلري چې د (۴۱) میلیونو افغانیو په لګښت به په اساسي توګه جوړ او ډیر ژره به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړه: د کار د ښه کيفيت د تضمين په موخه به د دغې پروژې دپلي کېدو له بيلابيلو پړاوونو څخه هم څارنه کيږي. دغه سړک ترانسپورتي زیربناوو ته د لاسرسي او اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري چې، په بشپړیدو سره به یې د ګاونډیو سیمو اوسیدونکو ته آسانتیاوې برابرې او د کابل- لوګر پر سړک به ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمه شي