د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري له کارته مامورین درې لارې تر پل سوخته سیمې پورې کانال په بنسټیزه توګه له کثافاتو او خټو پاک شو. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد وویل: د دې کانال د بندېدو اصلي لامل د ښاریانو له لوري پکې د کثافاتو اچول شمېرل کیږي. هیله کیږي چې، ښاریان به د کانالونو پاک ساتلو ته پام وکړي ځکه؛ د بېرته پاکولو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ ډیری مالي سرچینې مصرف کیږي
د سېلو سړک کانال له خټو او کثافاتو پاک شو
4 عقرب 1402