د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتلسمې ناحيې نوې ودانۍ ته د سړک جوړولو چارې پيل شوې

4 عقرب 1402

10741.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورتي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه، د اتلسمې ناحیې د نوې ودانۍ د سړک جوړولو چارې دکابل - بګرام له سړک څخه پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنایي پروژو د څار آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: دغه سړک چې، (۲۸۸) متره اوږدوالی او (۱۰) متره سور لري، د پلو لارو او لښتي په ګډون به د (۴) میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي. نوموړي زیاته کړه، د یادې ناحیې د ودانۍ د جوړولو چارې په معیاري او اساسي توګه د بشپړیدو په حال کې دي چې ورسره  جوخت به له یوې خوا د ناحیې کارکوونکي وکولای شي په مناسب چاپېریال کې ښاریانو ته د خدمت کولو جوګه شي او له بلې خوا به د اداري دفترونو دایمي او مشخصه پته، ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته کړي. د يادونې وړ ده، چې د اتلسمې ناحيې کارکوونکي له تېرې څه مودې راهيسې د اداري ودانۍ د نشتون له امله د بختيارانو سیمې د ١٩مې ناحيې په اداري ودانۍ کې په دندو بوخت دي. اتلسمه ناحیه د کابل په شمال- ختیځ کې د پراختیا په حال کې ناحیه کې ده ا چې، د ښاري اصولو او معیارونو سره په ټکر کې باید وده ونه کړي