د کابل ښاروالۍ له لوري د (۳۷۵) مترو په اوږدوالي او د (۲۰) مترو او (۴۰) سانتۍ په سور سره د دریمې ناحیې د اووم ګذر اړوند د سیلو د دویم سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې د کار له کیفیت څخه پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته غوره ټولنیزې او ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته او له بل لوري به د سیلو په درېیم او څلورم سړک کې ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمه شي
د سیلو د دویم سړک د جوړولو چارې روانې دي
6 عقرب 1402