د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د باغ قاضي سړک په ګلدان کې کټارې نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

6 عقرب 1402

10745.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د باغ قاضي سړک په منځني ګلدان کې کټارې نصب شوې چې د کلتوري چارو د رئیس قاري ولي ګل جواد او د لومړۍ ناحیې د رئیس مولوي محمد عاصم له لوري په داسې حال کې چې یو شمېر سوداګرو او هټیوالو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس د یادې سیمې له پانګوالو او هټیوالو چې، د ښاري ښکلا په برنامه کې یې برخه اخیستې وه مننه وکړه او ویې ویل: د لومړۍ ناحیې د مسئولینو، هټیوالو او ملي سوداګرو په هڅو، په دې ګلدان د شاوخوا د (۵۲۰) متره په اوږدوالي او (۱،۵) مترو په لوړوالي کټارې نصب شوې چې، ورسره د سيمې په ښکلا کې د  پام وړ بدلون را منځته شو. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم بيا وویل: مخکې په دې ځای کې ګرځنده پلورونکو او ګرځنده کراچۍ لرونکو ناقانونه فعالیت کاوه چې، د لارو د بندېدو او د ګلدان د ویجاړېدو لامل ګرځيدلي وو چې هغه اشخاص اوس مهال ټاکلو سیمو ته لیږدول شوي دي. نوموړي له هټیوالو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې، د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه دې خپل مالونه د لوړ ولټاژ لرونکو وسایطو په وسیله د شپې مهال ولیږدوي او د ورځې دې یوازې له کوچنیو موټرو څخه ګټه واخلي. ښاغلي عاصم زياته کړه چې، د دې ګلدان د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه به د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست اقدام وکړي چې له یوې خوا به ښاري ښکلا ډېره شي، او له بلې خوا به په ترافیکي بهیر او ښاري نظم کې مثبت بدلون راشي