الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې په شلم ګذر کې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې

6 عقرب 1402

10747.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې به مرسته، د یوولسمې ناحیې په شلم ګذر کې د (۴۷۵) مترو په اوږدوالي او (۷،۸) مترو په سور سره د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ترانسپورتي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. د سړک جوړونې د یادې پروژې د کار د ښه کیفیت دتضمین او په ټاکلي وخت د پروژې له پلي کېدو څخه به، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په خپل وخت تخنیکي او فني څارنه کوي. دیادولو وړده چې، د دې پروژې له لارې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده