د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د اتمې ناحیې له اداري دفترونو څخه لیدنه وکړه

6 عقرب 1402

10749.jpg (1820 × 1024)

د چارو د لا ښه والي او د ښاري خدمتونو د بهیر د چټکتیا په موخه؛ کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اتمې ناحیې له اداري دفترونو څخه لیدنه وکړه او د دې ناحیې کارکوونکو ته یې وویل چې، د خلکو واقعي خدمتګاران و اوسئ، له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ او خپلې دندې په پوره ایماندارۍ او صداقت سره تر سره کړئ. دغه راز  کابل ښاروال د نظم د ټينګښت، د ښاري سرغړونو د مخنيوي او د وضعيت د ښه والي په موخه، يو ځل بيا د اړوندو مسؤلينو مکلفيتونه بيان کړل، او د ښاري خدمتونو د محصول د راټولولو، د غصب شويو سيمو د بېرته راګرځولو، تنظیفي او د زرغونتیا چوپړتیاوو د وړاندې کولو ،او د چاپېريالي او ښاري ستونزو د هواري په موخه یې اړینې سپارښتنې ورکړې. نوموړي زیاته کړه چې، د چوپړتیاوو د وړاندې کولو د ښه والي په برخه کې د یادې ناحیې کارکوونکي اړ دي ترڅو د ښاريانو د رضايت د کچې د لوړولو لپاره هلې ځلې وکړي. کابل ښاروال په ډاګه کړه چې، موږ په اداري سیستم کې د اصلاحاتو په لټه کې یوو، په دندو کې غفلت او د چارواکو بې مسؤلیتي د کابل ښاروالۍ مشرتابه او خلکو ته د منلو وړ نه دي، د مکافاتو او مجازاتو د اصولو پر بنسټ به له مسؤلینو او کارکوونکو سره چلند کیږي