د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملالۍ روغتون څلورلارې د ښکلا چارې پیل شوې

6 عقرب 1402

10751.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند د ملالۍ روغتون څلورلارې د ښکلا چارې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال له هغه سوداګرو او پانګوالو چې، تر اوسه یې له کابل ښاروالۍ سره د ښار په ښکلا کې برخه اخیستې ده مننه وکړه او ویې ویل: د ښاري ښکلا رامنځته کول یوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده بلکې، په دې برخه کې ټول ښاریان مسئولیت لري. نوموړي زیاته کړه چې، ښاري ښکلا کولای شي د خلکو په رواني لید کې غوره بدلون راولي او په راتلونکې کې به هم د ښار په کچه ورته نور د ښاري ښکلا پرورګرامونه پلي شي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وویل: په دغه څلورلارې کې  له کورنیو تولیداتو څخه په ګټه اخیستلو د افغانستان اسلامي بانک په مرسته د(۸) مترو په لوړوالي د کټارو په ګډون د ښاري ښکلا یو سمبول جوړیږي چې، چارې به یې د (۴۰) ورځو په موده کې د کابو یو نیم میلیون افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه بشپړې شي. ښاغلي جواد زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست هڅه کوي څو، تاریخي او اسلامي ارزښتونو ته په کتو د ښاري ښکلا سمبولونه د سوداګرو او ملي پانګوالو په مرسته د ښار په بیلابېلو برخو کې جوړ کړي څو د ښارپه څېره کې مثبت بدلون رامنځته شي