الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پل خشتي د بیارغونې چارې روانې دي

6 عقرب 1402

10753.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ښار په مرکزي برخه کې د پل خشتي د بیارغونې چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري په دې اړه وویل: په لومړي سرکې د (۷۶) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو په سور سره د دغه پله پلې لارې، د کابل ښاروالۍ د  تولید فابریکې له تولید شویو تیږو څخه په ګټه اخیستلو په بنسټیزه توګه جوړیږي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې پله یو شمېر برخې د وخت په تېریدو سره زیانمنې شوې وې چې، له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته یې د بیارغونې چارې پیل شوې. د پل خشتي د بیارغونې په دې پروژه کې د پله د فرش بیارغونه، دپله پیاوړي کول، د کټارو نصبول او رنګول هم شامل دي. پل خشتي د(۳۸) مترو په اوږدوالي او د (۳۰) مترو په سور سره د کابل سیند دپاسه یو له پخوانیو پلونو څخه شمېرل کیږي