د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان د ۶۰ متره سړک په اوږدوکې د خړوبولو د ( قطره یي) سیستم د جوړولو چارې پیل شوې

6 عقرب 1402

10755.jpg (910 × 512)

د مالي سرچینو او د ځمکې لاندې اوبو څخه د ګټې اخیستلو د کمښت په موخه، د قلعه زمان خان (۶۰) متره سړک په اوږدو کې د ونو او بوټو د خړوبولو لپاره د قطره يي سیسټم د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل او د شپاړلسمې ناحیې د رئیس مولوي محمد عارف کمالي له لوري د (۴) میلیونه او (۱۵۰) زره افغانیو په لګښت د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس په دې اړه وویل: د قلعه زمان خان سړک د کابل ښار یو مهم نښلوونکی سړک دی چې، زرغونتیا او ښکلا ته ډیره اړتیا لري . د نوموړي په وینا، موږ د دې سیمې د زرغونتیا او ونو د څارنې او  خړوبولو لپاره د قطره يي سیسټم  د جوړولوپه اړه اقدام وکړ، او دغه سیسټم له بنايي څلورلارې څخه د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک تر څلورلارې پورې د (۱۰) کیلو مترو په اوږدوالي جوړیږي. د یاد قطره يي سیسټم لپاره په پل پاچا سیمه کې یوه د اوبو سرچینه شته چې، په یوه دقیقه کې (۱۰۵) لېټره اوبه تولیدوي او کولای شي (۶) کیلو متره ګلدان، او په همدې توګه د اوبو بله سرچینه د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک د زرغون کمربند په سیمه کې موقعیت لري چې، په یوه دقیقه کې د(۷۸) لېټره اوبو په را اېستلو سره کولای شي، (۴) کیلو متره ګلدان خړوب کړي.د دې سیسټم لپاره (۱۱۱)  عدده منهول او دوه د پمپ خونې په دې دوه سیمو کې په پام کې نیول شوې چې په لمریزه برېښنا به سمبال شي. دخړوبولو په دې سیسټم کې، د فشار ټانک او اتوماتیک شیر دانونه کارول کیږي، کوم چې په اتوماتيک ډول د اوبو پمپ فعال او بندوي او د اوبو پمپونو د سوځیدلو او زیان مخه نیسي. د یادونې وړ ده چې، په دې سیسټم کې د اوبو کومې سرچینې چې په پام کې نیول شوې دي،  هغه د ځمکې لاندې دې او د  اوبو د زیرمه کولو لپاره د زرغونتیا ریاست تخنیکي ټیم د څاه ګانو په کېندلو کار کوي