د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د هرات له زلزله ځپلو کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړه

6 عقرب 1402

10758.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید هرات ولایت ته د خپل سفر پر ترڅ کې د زلزلې له امله زیانمن شویو کورنیو ته د لاسنیوي ډاډ ورکړ. نوموړي په داسې حال کې چې، یو شمېر عالمانو یې ملتیا کوله؛ له زیانمنو کورنیو سره یې ژمنه وکړه چې، ستونزو ته به یې رسېدنه کیږي. کابل ښاروال وویل: د افغانانو ترمنځ مهرباني او خواخوږي شته، افغانان یو ملت او یو وجود دي او یو له بل سره درېدل، لاس نیوی او خواخوږي د دې خاورې بډایه پخوانی دود دی. کابل ښاروال دغه راز زیاته کړه: د هرات ولایت زلزله ځپلو کورنیو ته د کابل ښاروالۍ کارکوونکو او کابل ښاریانو د مرستو کڅوړې چې پکې، جامې، د کور اړین وسایل، خوراکي توکي او ۸،۵ میلیونه افغانۍ شاملې دي برابرې کړې دي چې، ډېر ژر به په اړمنو کسانو ووېشل شي