الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پډولې سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې روانې دي

6 عقرب 1402

10760.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، د اوومې ناحیې اړوند د پډولې سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې چې، د سړک په اوږدو کې د یوه استملاکي کور د شتون له امله ځنډېلې وې د یاد خنډ تر له مینځه وروسته، روانې دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داود ځواب په دې اړه وویل: مخکې د سړک په اوږدو کې د یوه کس کور خنډ کرځېدلی و چې، په دې وروستیو کې ویجاړ او د سړک جوړولو په اړه اقدام وشو. نوموړي زیاته کړه چې، د سړک د بنسټیزې برخې د جوړولو چارې په دوه اصلي لیکو کې د (۱۳۰) مترو په اوږدوالي او د (۳۰)  مترو په سور سره روانې دي چې، ډېر ژر به یې قیر چارې ترسره او د ترافیکو پر مخ به پرانیستل شي