د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري تم ځایونو د تنظیم په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

6 عقرب 1402

10762.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ، ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او ترافیکو ریاست ترمنځ، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاري تم ځایونو د تنظیم په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک، او د تخنیکي او فني څانګو یو شمېر رئیسانو ګډون کړی وو، د کابل په څلورو خواوو او د ښار په دننه کې د تم ځایونو د ټاکلو او د شته ستونزو په اړه خبرې وشوې او د غونډې ګډونوالو د ترانسپورتي او ترافیکي بهیر د ښه والي په برخه کې خپل نظرونه شریک کړل.  د غونډې د پرېکړې له مخې په دوه ځایونو کې د تم ځایونو شتون مثبت و اروزل شو چې په آزمایښتي توګه به ډېر ژر وټاکل شي. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال وویل: هوډ لرو چې، د خپلو مخکنیو کړنو په شان به په راتلونکي کال کې هم د ترانسپورتي بهیر د ښه والي او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، د ښار په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د هوايي او ځمکنیو پلونو د جوړولو په پلان کار وکړو او په دې برخه کې د اړوندو ادارو همغږي اړینه ده. په همدې توګه د ښاري پراختیا او پلان جوړونې مرستیال وویل: اړتیا ده څو ښاریان ښاري کلتور په پام کې ونیسي او له ټاکل شویو تم ځایونو څخه ګټه پورته کړي څو تلپاتې نظم رامنځته او ښار له معیارونو سره برابره وده وکړي