د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ایوب خان مېنې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

6 عقرب 1402

10764.jpg (1200 × 675)

د اوومې ناحیې په اتم ګذر کې د ایوب خان مېنې د سړک د جوړولو چارې چې، (۸۳۷) متره اوږدوالی او له (۹ تر ۱۱) مترو پورې سور لري، د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وویل: دغه سړک چې یو مهم نښلوونکی سړک دی، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا ښاریان ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي، او له بلې خوا به په سیمو  کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل: د دې پروژې د کار له کیفیت څخه انجنیران پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي. د یاد سړک د جوړېدو په پروژه کې د پلو لارو جوړول هم شامل دي چې، د کانکرېټ په بڼه به یې چارې د کابو (۳) میاشتو په موده کې بشپړې شي