د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا په موخه د لومړۍ ناحیې د باغ قاضي له سیمې څخه د اتو پارکونو او زرغونو سیمو د ساتونکي د خونو جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل: د ساتونکو او یا د شپې نوکریوال لپاره په تیپیکه بڼه د باغ قاضي په پارک، د چهار قلعه په ګلدان، د قرغې بند په تپه، د احمد شاه بابا مېنې په ۷، ۹ او ۱۳ بلاک، میرغلام ښارګوټي او قصبه سیمو کې خونې په بنسټیزه توګه د ۶۸۹۳۳۶۹ افغانیو په لګښت د پخلنځي، تشناب او دهلیز په ګډون جوړیږي. نوموړي زیاته کړه چې، د ساتونکي له خونو څخه به د زرغونو سیمو د اداري دفترونو په توګه هم کار واخیستل شي
په ۸ پارکونو او زرغونو سیمو کې د ساتونکي د خونو جوړولو چارې پیل شوې
6 عقرب 1402