الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګوسفند درې سړک کانکرېټ چارې په چټکۍ سره روانې دي

6 عقرب 1402

10768.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې او بګرامیو ولسوالۍ اړوند د ګوسفند درې په سیمه کې د خلیفه صيب دین محمد تر مدرسې پورې د (۲۹۳۹) مترو په اوږدوالي او د (۷،۴) متره په سور سره د یوه سړک کانکرېټ چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د دې پروژې چارې ۵۰ سلنه مخته تللې دي او هڅه کیږي چې، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ عمراني پروژې برابرې پراختیا ته په کتو پلې کیږي، څو په دې توګه ټول ښاریان ترانسپورتي آسانتیاو ته لاس رسی ومومي