الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې د ۱۴م ګذر په (ملا بزرګ سیمه کې) د سړک جوړولو چارې پیل شوې

6 عقرب 1402

10770.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د اوومې ناحیې د ۱۴م ګذر په ملا بزرګ سیمه کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وویل: د دغه سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل او ګڼ شمېر ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. نوموړي زیاته کړه چې، مخکې د یاد سړک د خاموالي له امله د سیمې اوسیدونکي له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ وو. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د تمویل کوونکو له لوري د پروژو له پلي کولو څخه د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل: دغه سړک (۱۰۱۰) متره اوږدوالی او له (۳ نیم تر ۶) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون به یې چارې تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې بشپړې شي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ له پروژو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې، د کار د کیفیت او د پروژې د پلي کېدو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره هر راز مرسته وکړي