الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له بٌت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د پرتو خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې

6 عقرب 1402

10773.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې اړوند له بت خاک څلورلارې څخه تر حقلوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک پر وړاندې د خنډونو پاکولو او استملاکې کورونو ویجاړولو چارې پیل شوې. د ماسترپلان له مخې د دغه سړک جوړول د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو او دسیمې د اوسیدونکو پخوانۍ هیله ده، چې ډېر ژر به یې دجوړولو په اړه اقدام وشي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په دې اړه وویل: د دې سړک په اوږدو کې (۷۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې حقونه ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه، د خنډونو تر پاکولو او د کورونو تر ویجاړولو وروسته به یاد سړک د (۱۳۲۵) متروپه اوږدوالي او (۴۵) مترو په سور سره په بنسټیزه توګه جوړ شي. د استملاکي خنډونو د پاکولو چارې تر درې میاشتې مخکې ورکړل شوې خبرتیا وروسته پیل شوې. ښاغلي متین زیاته کړه چې، د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او په بت خاک او ورڅیرمه سیمو کې به ترافیکي ستونزې هوارې شي.  د یادونې وړ ده چې، د دې سړک پر وړاندې د خنډونو د پاکولو په موخه ملي پانګوال حبیب الله ځاځي له کابل ښاروالۍ سره د ماشینرۍ او نورو اړینو وسایطو په برخه کې مرسته کړې ده