الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

یوه ښاري د اوبو څاه په کېندلو سره د ښار په زرغون ساتلو کې برخه واخېسته

7 عقرب 1402

10775.jpg (1820 × 1024)

د حاجي نصیر په نامه یوه خیر غوښتونکي ښاري د نهمې ناحیې اړوند د مطبعې سړک په ګلدان کې د زرغونو سیمو او ونو خړوبولو په موخه یوه ښاري د اوبو څاه په کېندلو سره د ښار په زرغون ساتلو کې برخه واخېسته! د دې څاه د ګټې اخیستنې ته سپارلو په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له یاد خیر غوښتونکي ښاري څخه د مننې ترڅنګ وویل: د دې څاه له اوبو څخه کولای شو د مطبعې سړک په اوږدو کې له صحت عامې څلورلارې تر مکروریانو څلورلارې پورې یو کیلو متره ګلدان په منظمه توګه خړوب کړو. نوموړي له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې د ونو او زرغونو سیمو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د یادونې وړ ده چې، دا څاه ۱۰۰ متره ژوره او په واټر پمپ او نورو وسایلو سمبال ده چې، د سیمې د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې به ګټوره تمامه شي