د سړکونو د ویجاړېدو دمخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، له کارته مامورین څخه تر کارته پروان پورې د باغ بالا سړک د زیانمنو برخو قیرکولو اساسي چارې د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله روانې دي. د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري په دې اړه وویل: د ښار په کچه هغه سړکونه چې، بیارغونې ته اړتیا لري تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته به بیا ورغول شي
د باغ بالا سړک د زیانمنو برخو قیر کولو چارې روانې دي
9 عقرب 1402