الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو

9 عقرب 1402

10779.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې د مسئولینو، ښاریانو او د یو شمېر خصوصي تنظیفي شرکتونو له لوري له پل حسن خان څخه تر دوغ آباد پورې د کابل سیند د پاکولو په موخه، تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې د یادې ناحیې بیلابېلې سیمې په ځانګړې توګه د کابل سیند ځیني برخې له کثافاتو  څخه پاکې شوې. دیادې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري له ښاریانو او د خصوصي تنظیفي شرکتونو له استازو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ښار پاکوالي ته پاملرنه زموږ ټولو ګډ مسئولیت دی او ټولو ښاریانو ته په کار ده چې، د ښار په پاک ساتلو کې د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره مرسته وکړي. په دې حشر کې د سیمو له پاکولو سربېره، یو شمېر لښتي هم له خاورو او خټو پاک شول. غوښتنه کيږي څو ښاریان په عمومي ځایونو، سړکونو او کابل سیند کې د کثافاتو له اچولو په جدي توګه ډډه وکړي