الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ ـ برچي دنوي نښلوونکي سړک قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي

9 عقرب 1402

10781.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د (۲۲۷۴) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره، د کمپنۍ- برچي دنوي نښلوونکي سړک قیر چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کار ،ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داود ځواب په دې اړه وویل: له قلعه ناظر سیمې څخه د نقاش ترحمام پورې دیاد سړک د یوې لیکې قیر چارې بشپړې شوې دي او د بلې لیکې یې په چټکۍ سره روانې دي.  نوموړي وویل چې، د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند دپاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د دوه بنسټیزو پلونو د جوړولو  چارې چې، په ټولیزه توګه (۲۰) متره اوږدوالی او (۹،۶) متره سور لري هم روانې دي. ښاغلي ځواب زیاته کړه، هڅه کوي ترڅو د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې د دې سړک چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د یادولو وړ ده چې، ددغه سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پل سوخته سیمې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او له بلې خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي