د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په یوولسم ګذر کې د فرعي سړک جوړولو چارې پیل شوې

9 عقرب 1402

10785.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې د یوولسم  ګذر  په قلعه محسن سیمه کې د فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د یادې ناحیې رئیس مفتي سمیع الله سعید په دې اړه وویل: د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ګڼې ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوې به رامنځته شي.  نوموړي زیاته کړه: د ا پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو لپاره ،د ښاري آسانتیاوو رامنځته کېدو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري چې، په پلي کېدو سره به یې ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شي. دا فرعي سړک یو کیلو متر اوږدوالی او (۵) متره سور لري چې، د کوچینو پلونو او لښتیو په ګډون به یې چارې د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د کار د کیفیت له څرنګوالي څخه پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي