الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په امنیت پروژه کې د یوه کانال د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

9 عقرب 1402

10787.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه،  د دولسمې ناحیې اړوند په امنیت پروژه کې د یوه کانال د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له لوري په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو آمر محمد حامد سادات په وینا؛ دغه کانال چې له امنیت پروژې څخه پیل او تر لوګر سیند پورې غځیږي، په ټولیزه توګه (۱۲۹۷) متره اوږدوالی،(۱،۹)متره سور او له (۱،۲ څخه تر ۲،۲) مترو پورې ژوروالی لري چې، تر راتلونکو دوه میاشتو پورې به یې چارې بشپړې او ورسره جوخت به د اورښت پرمهال په امنیت پروژه او ورڅېرمه سیمو کې سړکونو او لارو ته د اوبو له راختلو څخه مخنیوی وشي