الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې په پنځم ګذر کې د تفریحي پارک جوړولو چارې بیا ځلي پیل شوې

11 عقرب 1402

10797.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د (تیکا) موسسې په مرسته، د څلورمې ناحیې په پنځم ګذر د تایمني په پروژې کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې چې د یو لړ ستونزو له امله ځنډېدلې وې بیا ځلي پیل شوې. د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني په دې اړه وویل: دغه پارک چې، مخکې یې د انګړ دېوال جوړ شوی وو ولې د ځینو مشکلاتو په دلیل یې پاتې کارونه ځنډېدلي وو یو ځلي بیا پیل او اوس مهال یې د پلو لارو  د جوړولو او د زرغونو سیمو په پراختیا کار روان دی. نوموړي زیاته کړه چې، د خړوب سیسټم فعالولو، د ماشومانو لپاره د تفریحي وسایلو او اوږدو څوکیو د نصب، د سیوري ځای او د ساتونکي د خونې جوړولو په اړه به یې هم ډېر ژر اقدام وشي. د څلورمې ناحیې رئیس وویل چې، د دې پارک اصلي مالکان ښاریان دي او باید په ساتنه کې یې هم خپل مسئولیت ادا کړي، ځکه کابل ښاروالي نشي کولای په یوازې توګه د ښار په کچه ټولې زرغونې سیمې د خلکو له همکارۍ پرته وساتي