الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست سره د یو عراده امبولانس مرسته وکړه

11 عقرب 1402

10799.jpg (1820 × 1024)

یوعراده نیسان ډوله امبولانس د کابل ښاروالۍ دتنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني ته د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې د استازي ډاکټر مجروم حقیار لخوا ورکړل شو. په افغانستان کې د ناروې کمېټې استازي له کابل ښاروالۍ سره دنورو مرستو د ژمنې په ترڅ کې وويل: پخوا هم د يادې کمېټې له خوا د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو لپاره يو اندازه درمل مرسته شوي او په راتلونکي کې به د څلورو روغتيايي کلينيکونو د جوړولو په برخه کې هم له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس په افغانستان کې د ناروې کمېټې له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د تنظیف ریاست کارکوونکو د ښار د پاکوالي په برخه کې زیاتې هلې ځلې کړي او اړینه ده چې مرسته ورسره وشي. ښاغلي عثماني زیاته کړه چې، دغه امبولانس به د کار پر مهال د روغتيايي ستونزو او يا احتمالي پېښو په صورت کې وکارول شي