د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د یوولسمې ناحیې په شلم ګذر کې د (۴۷۵) مترو په اوږدوالي او د(۷،۸) مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې روانې دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې موسمي ستونزې حل او ترانسپورټي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. د دغې پروژې له لارې یو شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې د کار له څرنګوالي څخه پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي
د یوولسمې ناحیې په شلم ګذر کې د سړک جوړولو چارې روانې دي
11 عقرب 1402