الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

11 عقرب 1402

10805.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د پنځلسمې ناحیې په ۱۱م او ۱۲م ګذر کې د وزیرآباد ښوونځي او امنیت کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې. د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد د خپلې وینا په ترڅ کې د یادو ګذرونو اوسېدونکو ته وویل: د دې پروژې په پلي کېدو کې هر اړخیزه مرسته وکړئ. نوموړي زیاته کړه چې، د دې کوڅو په جوړېدو سره به د سیمو د اوسیدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. ښاغلي شیرزاد وویل: له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې د دا شان پروژو پلي کول ځانګړی اهمیت لري او ترڅنګ یې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: دا کوڅې په ټولیزه توګه (۹۹۰) متره اوږدوالی او له(۲،۷) څخه تر(۴،۵) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون به یې چارې تر راتلونکو (۴) میاشتو پورې بشپړې شي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې، د کار د کیفیت او د پروژې د غوره پلي کېدو په برخه کې به خپلې هېڅ راز هڅې و نه سپموي