د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملکیتونو د استملاکي پړاوونو د څرنګوالي په اړه رسنیز کنفرانس ترسره شو

11 عقرب 1402

10807.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروژو پر وړاندې د استملاک شویو ملکیتونو مالکانو ته د بدیلو استملاکي حقونو د ورکولو په اړه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو د سلاکار نعمت الله بارکزي او د کابل ښاروالۍ د استملاک د رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف له لوري د یوه رسنیز کنفرانس په ترڅ کې معلومات وړاندې شول. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال د استملاک شویو ملکیتونو مالکانو ته د ښاري حقونو د ورکولو په اړه ډاډ څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه څو، ټول ښاریان له کابل ښاروالۍ سره د پرمختیايي پلانونو په ځانګړې توګه د سړک جوړولو پروژو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي او له دې ادارې سره مرسته وکړي. په کنفرانس کې د وړاندې شویو معلوماتو له مخې؛ د ښاري زیربناوو جوړولو په ځانګړې توګه د نویو سړکونو جوړولو په برخه کې د ښار په کچه (۱۰) استملاکي پروژې تر کار لاندې دي او د (۶) نورو استملاکي پروژو په اړه به هم اقدام وشي. په همدې توګه د ا.ا.ا له پیل څخه تر اوسه د (۳۲۸) استملاک شویو ملکیتونو بدیلې پیسې چې،  (۲۴۴) میلیونه افغانۍ کیږي ورکړل شوې دي چې، له دې ډلې (۴۸) هغه یې له اوسني حکومت مخکې استملاک شوي وو او اوس یې مالکانو خپل حقونه ترلاسه کړل. په دې کنفرانس کې د استملاک شویو ملکیتونو (۱۰) تنو مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شول او ټاکل شوې ده (۱۲۰) نورو ته چې اسناد یې چمتو دي (۱۲۴) میلیونه افغانۍ ورکړل شي او دا پیسې د زیاتېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ استملاکي پروژې د ښار په کچه د نویو سړکونو جوړولو په برخه کې روانې دي چې، د قانون له مخې به زیانمنو کسانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. له ذاکرین ښارګوتي تر قرغې سړک، له بادام باغ تر باغ بالا، د قلعه فتح الله له پخواني سړک تر شهید هنګرها څلورلارې، له هوايي ډګر څلورلارې تر ګمرک سړک، له بت خاک څلورلارې د حلقوي سړک تر اوږدو، له امید سبز ښارګوټي تر عرفاني ښارګوتي، له مکروریانو څلورلارې تر تنګي غارو، له دارلامان تر ګلباغ او له شهید څلورلارې تر میرزا عبدالقادر سړک پورې نوي نښلوونکي سړکونه په دې پروژو کې شامل دي. د کابل ښار د معیاري ودې په برخه کې د نویو سړکونو جوړول جدي اړتیا ده چې، کابل ښاروالي په دې برخه کې کار کوي. د دې خبري کنفرانس په پای کې د سړکونو د استملاکي پړاوونو په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول