د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پنځمې ناحیې د مسئولینو کړنې و ارزولې

11 عقرب 1402

10809.jpg (1820 × 1024)

له ناحیو څخه د لیدنو د کارکوونکو او مسئولینو د کړنو ارزولو په لړ کې، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځمې ناحیې د مسئولینو  کړنې و ارزولې او ټینګار یې وکړ چې، په دې ناحیه کې د ښاري خدمتونو وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده. د نوموړي په وینا د کابل ښاروالۍ ټول کارکوونکي د خلکو خادمان دي او اړینه ده چې د دې ادارې له مراجعینو سره نیک چلند وشي او هر کارکوونکی باید خپله دنده په پوره ريښتینولی او صداقت ترسره کړي. کابل ښاروال د ښاري نظم، له ښاري تأسیساتو څخه د غوره ګټې اخیستنې، د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، دغصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو، تنظیفي او د زرغونتیا خدمتونو وړاندې کولو  او د ښاري او سیمه ایزو ستونزو د حل په برخه کې مسئولینو ته ځانګړې لارښوونې وکړې. دغه راز نوموړي وویل: د کابل ښاروالۍ کارکوونکي باید د خپلو مسئولیتونو په ترسره کولو کې له هېڅ راز هڅو څخه دریغ ونکړي. کابل ښاروال زیاته کړه چې، په اداري سیستم کې د اصلاحاتو راوستو په هڅه کې یو او د چارو په ترسره کولو کې غفلت، د کابل ښاروالۍ مسئولینو او ښاریانو ته د منلو وړ نه دی