د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې په څلورم ګذر کې د فرعي سړکونو جوړولو چارې پیل شوې

11 عقرب 1402

10811.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د شلمې ناحیې د څلورم ګذر په چهار آسیاب سیمه کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې. دغه فرعي سړکونه په ټولیزه توګه (۷۶۰) متره اوږدوالی او له (۳.۵) څخه تر(۴.۵) مترو پورې سور لري لري چې، د لښتیو او (۶) پلچکونو په ګډون به یې چارې د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي. د دغې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست انجنیران به د یادې پروژې د کار له څرنګوالي څخه پر وخت له تخنیکي او فني اړخه خپلې څارنې کوي د یادونې وړ ده چې، لرې پرتو او  له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو ناحیو ته پاملرنه، د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې، دښار په بېلا بېلو سیموکې ورته پاملرنه شوې ده