الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ژوبڼ په تېره یوه میاشت کې د ۷۵۰۰ کسانو د علمي سفر ویاړ درلود

13 عقرب 1402

10813.jpg (1820 × 1024)

په تېره یوه میاشت کې په ټولیزه توګه، (۷۵۰۰) تنو د وړکتونونو ماشومانو، د ښوونځیو زده کوونکو او د پوهنتون زده کړیالانو د علمي څیړنو او عملي کارونو په موخه، له کابل ژوبڼ څخه لیدنه وکړه. د کابل ژوبڼ رئیس عزیزګل ثاقب په دې اړه وویل: کابل ژوبڼ یو علمي، څیړنیز او تفریحي ځای دی چې، د هېواد په کچه ترې له ښاریانو سربېره، د هېواد دبېلابېلو علمي او اکاډمیکو بنسټونو زده کوونکي او زده کړیالان ترې لیدنه کوي او د دوی لپاره د علمي او څیړنیزو موضوعاتو په اړه د سفر زمینه برابریږي. ښاغلي ثاقب وویل چې، د سفر په لړ کې دوی ته د کابل ژوبڼ د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د ژویو، الوتونکو، خزندګانو او کبانو د ژوند او ارزښت او د کابل ژوبڼ د مدیریت په اړه معلومات وړاندې کیږي. هیله ده چې، ښاریان له کابل ژوبڼ څخه د لیدنې پرمهال له وحشي ژویو سره د چلند اصول په پام کې ونیسي