الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې دقیر کولو چارې پیل شوې

13 عقرب 1402

10815.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړیدو وروسته، نن سه شنبه د روان کال د لړم میاشتې په نهمه نېټه، د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې دقیر کولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: دغه سړک له سرای شمالي څخه د کوتل تر بازار پورې (۳۷۱۰) متره اوږدوالی او د (۲۷) متره سور لري چې، د بنسټیزو چارو تر بشپړیدو وروسته یې دقیر  کولو چارې پیل شوې.  نوموړي زیاته کړه، د دې سړک د بلې برخې بنسټيز کارونه هم بشپړ شوي دي او هڅه کیږي چې، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې یې قیر چارې ترسره او دترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران  د کار له کیفیت څخه پر وخت خپلې تخنیکي او فني څارنې کوي. د خیرخانې کوتل سړک یو مهم ترانزیتي سړک دی چې، کابل د شمال له څوارلس ولایتونو سره نښلوي او پراختیا یې د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی