د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کابل سیند څخه د کثافاتو د راټولولو چارې روانې دي

13 عقرب 1402

10817.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې، شپږمې، پنځمې، اوومې او دیارلسمې ناحیې مسئولین او ګڼ شمېر ښاريان لاس په کار شوي دي ترڅو د کابل سیند له ککړتیا څخه مخنیوی وکړي. په همدې موخه د یادو ناحیو په اړوند سیمو کې له کثافاتو څخه دکابل سیند د پاکولو چارې روانې دي.  د کابل ښار او کابل سیند پاک ساتلو ته پاملرنه، زموږ ټولو ګډ مسئولیت دی؛ له دې امله له ټولو ښاریانو چې، د کابل سیند په اوږدو کې ژوند کوي، غوښتنه کیږي چې، په کابل سیند کې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي، له دې پرته به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي. د یادونې وړ ده چې، په تېرو وختونو کې د یو شمېر ښاریانو د بې پروایۍ له امله، د کابل سیند ډیری برخه د کثافاتو اچولو په ځای بدله شوې وه؛ چې له دې وروسته به له دغه ناوړه عمل څخه په جدي توګه مخنیوی وشي