د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د سړک او لښتي جوړولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

13 عقرب 1402

10819.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې اړوند شپاړلسم ګذر د فاضل آباد او د اوه ویشتم ګذر د الوخېلو په سیمو کې د سړک او لښتي جوړونې د دوو پروژو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د رئیس انجینر میرالرحمن ناصري له خوا، په داسې حال کې چې د یادې ناحیې مسئولین، د سیمو مشران او یوشمېر اوسېدونکي هم حاضر وو د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستل شوې. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو رئیس خبرې وکړې او ویې ویل: ښاریانو ته د هوساینې او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به، د ښار په کچه ورته نورې پروژې هم ډیزاین او پلي شي. نوموړي د يادو سيمو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د نويو جوړو شويو سړکونو او لښتیو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، څو یې له ژر ويجاړېدو څخه مخنیوی وشي. د یادې ناحیې په (۱۶م) ګذر کې د (۵۶۲) مترو په اوږدوالي او (۶) مترو په سور سره سړک، او په (۲۷م) ګذرکې په ټولیزه توګه د (۱۷۱۲) مترو په اوږدوالي، د(۵۰) سانتي مترو په سور او (۶۵) سانتي مترو په ژوروالي سره لښتي، د (۲۰،۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي