الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه د کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې روانې دي

13 عقرب 1402

10821.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې سر اوبو دمدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ټولو بندو کانالونو  او لښتیو د پاکولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني په دې اړه وویل: د کانالونو او لښتیو د بندېدو لامل د يو شمېر ښاريانو بې پروايي ده چې، د هر ډول کثافاتو په اچولو سره یې د اوبو دتګ لارې بندې کړې دي، دا عمل له ښاري او چاپیریالي قوانینو سره په ټکر کې دی او په ښار کې د اوبو ډنډېدو او د سړکونو د ویجاړیدو لامل کیږي. ښاغلي عثماني له کابل ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو ملکیتونو  مخې ته د کانالونو او ويالو پاکولو ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه اوس مهال د کابل ښاروالۍ د بشري ځواک ډیری برخه په پاکولو بوخت دي