د کابل ښاروالۍ مشرتابه پلاوي د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو ګډون کړی و، د روانو پروژو د کار د چټکتیا، د ښار په بېلابېلوسیمو کې د چاپېریال او ښاري ستونزو د حل، د تنظیفي او زرغونتیا وضعیت د ښه والي، د دوامداره ښاري نظم د رامنځته کولو او له ښاري سیمو څخه د غوره ګټې اخیستنې په اړه لازمې پرېکړې وشوې. دغه شان په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ مشرتابه د سړک جوړونې د پروژو په چټکتیا او ښه کیفیت ټینګار وکړ او په ورته وخت کې د یو شمېر تر کار لاندې نورو مهمو سړکونو د سروې او ډیزاین په اړه نظریات وړاندې شول.
د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه
13 عقرب 1402