د اوومې ناحيې اړوند د واصل آباد په سړک کې (۶) هټۍ چې، په تېرو کلونو کې د يوه شخص له خوا په ناقانونه توګه جوړې شوې وې، ويجاړې شوې. د اوومې ناحيې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وويل: دغه هټۍ د څو پرلپسې خبرتياوو وروسته ویجاړې شوې دي، هیڅ حکمي او حقیقي شخص حق نلري له عامه ملکیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي. د يادونې وړ ده چې، د واصل آباد سړک د بيارغونې چارې هم د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې رياست له خوا پیل شوې وې چې، د يادو هټیو د شتون له امله د سړک د بيارغونې چارې ټکڼۍ شوې وې
د واصل آباد سړک په اوږدو کې غیر قانوني هټۍ ویجاړې شوې
13 عقرب 1402